|

pashto Tapay || Pashto gani , Ghazals and Shayari

pashto Tapay || Pashto gani , Ghazals , Shayari

Pashto New Tapay, Ghazals, Poetry and Pashto Songs that Friends Wanted We have shared below beautiful and loving  Pashto poetry below. If you like to read, scroll down and read Pashto Tapay and Pashto Shayari.

pashto Tapay

pashto Tapay

‏سترګی مې تاسره په جنګ دی      باڼه مې تللی دی لښکر راټولوینه

 

‏زما له غيږي دي جدا وي       خو په لالي دي دونياګٸ اباده وينه

 

‏حلالولو ته مې بیایي!       په قصابانو بیلتانه خرڅ کړي یمه

 

‏زړه مې وطن پسي خوږېږي        راته یادېږي دځوانانو مجلسونه

——————————————————————————–

‏دا غټي سترګې دې ړندې شه
زړونه ريبي ښار له وګړو خلاصوينه

‏زه به ترې هسې ګيلې نه کړم
چې مې د سختو نه خبر شي رابه شېنه

‏‎پـــه انــتــظــار مــې اوســــه يـاره
که مرګ رامخکښې نه شو تاله به درځمه 

‏د ښار ياري د دوکو ډکه
مونږ کليوال خپلې وفا خوړلي يونه !

pashto Tapay

‏پرهر د تبر به مې جوړ شي
ځينې خبرې به مې داغ په زړګي شينه

‏د زلفو تار په اشرفۍ دے
ما د جانان په لاس ګېډي ورکړي دينه

‏خوب دي زما په شانتی ورک شه
چی لپي لپي ګولۍ خوری خوب نه درځينه!

‏پکار دې نه وم درنه لاړم
که دې پکار وای نازولی به دې ومه

‏ده جرمنو ویشتلې جوړ شی
سترګو ویشتلۍ به رنزیګی مړ به شینه

‏چي خدای کوي هغه به وشې
کم بخته مه شکوه تڼۍ په زيارتونو.

‏زړۀ مې په تا تکیه دی یاره!
ګنې له ژونده مې منځلي دي لاسونه،

‏دا يو مې زړه، يو مې جانان دی
نورو له نور زړونه له کومې پیدا کړمه

pashto Tapay
‏زلفي دي ولې خورولې
خود به درځي د رنځورانو لښکرونه

‏دا نیمه شپه ده یار رایاد شو
د جدایۍ ټپی کوم ژړا راځینه

‏‎سترګې دې ډکې ډکې کېږي
لالیه بیا دې زړه ته څه راغلي دینه؟

‏ماښامه ستونی مې راډک دی
د کوم دېوال سیوري ته چیغې ووهمه

‏نور به په ځاى د ژړا خاندم
زما ژړا پورې جانان خندا کوينه

‏نور به په ځاى د ژړا خاندم
زما ژړا پورې جانان خندا کوينه

‏څنګه بې غمه ګرځې یاره
دغم لښکرې دې په ما راپرېښې دینه

‏‎عمر مي ټول په غم کي تير شو۔
نه مي يار هير سو نه مي وکړل ديدنونه۔۔۔

‏ګودرته زم راپسي راشه
منګې مي دوه دي نرۍملا مي ماته وينه

‏‎د مازديګر اوبو لۀ مه ځه
په ګودر زانګي د کوډګرو تعويزونه

‏په ظالمانو کې واده شي
په ما دي ټول عمر ظالمونه کړي دينه

‏زما د زړه نه خبر خدايه
جانان زما په حال خبر که چي راځينه

pashto Tapay
‏‎ستا دا یارئ نه روستو یارہ
زڑہ مې ھمزولې جینکئ راسرہ وڑینہ

‏‎زما د یار په شان دې رنګ دی
ګلابه ځکه دې په جیب کې ګرځومه

‏ښکلی امېل به ورنه جوړ کړم
ګرځم لعلونه پښتانه راټولومه

‏د ليونۍ مينې دې ځار شم
ناجوړه زه يم اوښکې ستا له سترگو ځينه

‏که خدای کول لالئ به راشي.
ما يې غونچې څڼې په خوب ليدلې دينه‌‌.

‏‎چې فکر بند په زولنو کړم
چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه

‏خالونه مږده لا وړه يې
چې کله پيغله شوې بيا ووهه خالونه

‏په شينکي خال مئينه راشه
نن يې د يو په ځائ څلور وهلي دينه

‏چې دې دۀ مينې وخت را ياد کړم ؛
وايم چې دغۀ بۀ مې خوب ليدلې وي نا ؛

‏زما نه هر وخت مرور وي
لالی په خپلو بدو خاورې اړوینه

‏‎‎‎ملامت يار مخې ته راغى
په خپلو بدو شرمېده کوز يې کاتنه

‏تاته به ياد شم وخت به تير وې
ما نه به هير وې چې مې زړه درکړے وونه

pashto Tapay
‏‎ياري به بيا درسره وکړم
د خوږې گوتې نه مې مه نيسه مٸينه

‏لاسونه کلک رانه چاپېر کړه
په هدیره کې مړي بېل بېل ښخوينه

‏جانانه ته ملامت نه يې
ملامت زه يم چې په تا به نازيدمه

‏لالیه ستا په نوم یې وکړم
خو د لېوره په نامه کټ ته وختمه

‏ستا ده اوربل خشبو پرې لګې
ده ګاونډېانو دې رنګونه ښکلې دېنه 🍂

‏چلم دغره په سر تازه کړه
زه به سکروټي په نتکۍ درخېژومه

‏ته رانه هار د زرو غواړې
زه د کرکڼو په اغزو ګریوان ګنډمه

‏‎چې ياري کوم مخ مې توريږي
ياري نه کوم ماشومان د لوګې مرينه

pashto Tapay
‏‎ستا ياراني ته مې زړه کيږي
په څه خبره به آشنا درسره شمه

‏ژوند ته په شاته شاته ګورم
لکه بيللي جوارګر چي کور ته ځينه

‏منم چې سوال د اېمان ښه وې..
اېمان‌ مې شته دې د جانان کوم سوالونه

‏زړه مې په تن کې په دې پايي
چې ورته وايم جانان نن سبا راځينه

 

Pashto Shayari by Poets

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *